زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/02/25 - 05:19:2
زيارة: 228
مشاركة مع الـأصدقاء

ستانکزی پاکستاني چارواکو ته؛ ډیورنډ کرښه ستاسې هېواد نه مشره ده
 ستانکزی پاکستاني چارواکو ته؛ ډیورنډ کرښه ستاسې هېواد نه مشره ده

انصار: ( د کب ۶ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د ډیورنډ فرضي کرښې په تړاو له پاکستاني چارواکو سره د خپلو وروستیو ناندریو په دوام، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د تېرې اوونۍ اعلامیې ته بیا غبرګون ښودلی.

نوموړي څه موده مخکې ویلي وو، چې ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله نه؛ بلکې یوه فرضي کرښه ده، چې افغانانو نه منلې او نه به یې ومني.

هغه دا هم ویلي وو، چې یاده کرښه به یوه ورځ د بنګله دېش د قضیې د تکرار او د پاکستان د ټوټه کېدو سبب شي.

د هغه څرګندونو ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په غبرګون کې ویلي وو، چې ډیورنډ کرښه اوس د نړیوالو لخوا د یوې رسمي پولې په توګه منل شوې او طالب چارواکي باید واقعیتونو ته په کتو سره وغږیږي.

ستانکزي اوس په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دغه کرښه په پاکستان پورې هېڅ اړه نه لري.

ستانکزی زیاتوي، چې د ډيورنډ فرضي کرښه د وخت له انګرېزانو څخه پاتې یوه کشاله ده.

   دغه طالب مقام پرون په یوه مرکه کې وویل:«ډيورنډ یوه فرضي کرښه ده او دا زموږ او پاکستان ترمنځ ستونزه نه ده، دا هغه ستونزه ده چې د وخت انګرېزانو دغه کرښه له عبدالرحمن خان سره د یوې هوکړې پر بنسټ تېره کړه، پاکستاني چارواکي چې په دې هکله هر څه وايي، د منلو نه دي، د دې لپاره چې دا په هغوی پورې اړه نه لري.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ټينګار کوي چې د دغې کرښې د رامنځه کېدو پر مهال، د نړۍ په نقشه کې، د پاکستان په نوم هېڅ هېواد شتون نه درلود.

هغه زیاتوي:«کله چې د ډيورنډ فرضي کرښه تېره شوه، پاکستان هلته شتون نه درلود. ۵۰ کاله وروسته هلته پاکستان رامنځته شو، پاکستان د ډیورنډ پرتله کوچنی دی.»

 دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د پاکستان د موقت حکومت صدراعظم انورالحق کاکړ هم یو ځل بیا د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پوله وګڼله.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30288






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم